انصار (د سنبلی 23مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د هېواد په روان وضعیت خبرې شوې دي.
د هغه په خبره، دواړو لوري نشهيي توکو سره د مبارزې، امنیت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم غږیدلي دي.
قانع د دغې لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې امنیت او دغه راز د نشهيي توکو مخنیوی ستایلی، خو له طالبانو حکومت یې غوښتي چې په کور دننه ښځو ته د کار او زده کړو حقونه ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26988